ګاردین: د ټرمپ ستراتیژي په افغانستان کې د نا امنیو د زیاتیدو سبب شوې ده

ګاردین لیکلي دي چې په افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژې د جګړو د درولو او سولې د راوستلو پر ځای برعکس پایله لرلي ده او په دې هیواد کې د نا امنۍ د پراخیدو سبب شوي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې انګلیسۍ ورځپاڼي “ګاردین” په خپله یوه تازه لیکنه کې په افغانستان کې دداعش ترهګرې ډلې د وروستیو بریدونو په اړه لیکلي دي چې دې تحولاتو یو ځل بیا په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې د امریکا د ناکامیو په نظریاتو تمرکز کړی دی.

دې ورځپاڼي همدغه راز په دوام کې لیکلي دي چې د نویو ترهګرو ډلو له لوري د ملکي خلکو په وژل کیدو سره د افغانستان په داخل او نړیواله سطحه کې د اشرف غني د دولت اقتدار کمزوری شوی دی.

دې انګلیسې ورځپاڼي لیکلي دي چې د ټرمپ ستراتیژي د بي پیلوټه الوتکو په بریدونو،د بمبارۍ په زیاتیدو او د ترهګرې سره د مبارزې ځانګړیو ځواکونو عملیاتو د جګړو د کمولو او سولې د راوستلو پر ځای معکوسه نتیجه ورکړي ده او په افغانستان کې د نا امنیو د پراخیدو سبب ګرځیدلي دي.

د ګاردین د لیکنې په دوام کې راغلي دي چې د امریکا له لوري د یوې جامع ستراتیژۍ په غیاب کې د افغانستان لپاره دا تهدید راپیدا کیږي چې دا هیواد د امریکایي ځواکونو د وسلو د ازموینې په یوه لوي مرکز بدل شوی دی.

همدغه راز د افغانستان د جګړې په اړه د ایلینوز پوهنتون د سیاسي علومو استاد ” نیکلاس ګروسمن” څرګنده کړي ده چې امریکا نه شي کولای په افغانستان کې بریالۍ شي نه به جګړه ودروي او نه به ددې هیواد څخه ووځي.

نوموړي وویل امریکا نور د بوش د جمهوري ریاست د زماني په څیر په افغانستان کې ” د ملت جوړونې” په هڅه کې نه دي او د افغانستان په اړه هیڅ نهایي نظر نه لري؛ مګر امریکا په راتلونکي کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفینو څخه د قدرت د احتمالي خلا ډکولو د ساتنې له امله په دې هیواد کې د پاتي کیدو بله چاره نه لري.
ګروسمن په افغانستان کې د روسیي د نفوذ د نشتون او د واشنګټن د ګټو لپاره امریکا سره د پاکستان د صادقانه همکارۍ هم په افغانستان کې د واشنګټن د نظامي حضور له دلیلونو څخه یاد کړ.
۱۷ کاله کیږي چې امریکا افغانستان ته راغلي ده او د ترهګرۍ سره مبارزه په افغانستان کې د امریکا د حضور له بهانو څخه ده چې په دې ۱۷ کالو کې ترهګري پیاوړي شوه او وضعیت هم ورځ تر بلې خراب شوی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل