د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر بغدادي ژوندی دی

د عراق سترې محکمې د یوه شخص د تحقیقاتو څخه وروسته چې دداعش ترهګرې ډلې له مشر سره په اړیکه کې وو خبر ورکړ چې تورن شوي کس ویلي دي چې د ابوبکر بغدادي سره یې په کراتو لیدلي او خبرې یې ورسره ترسره کړي دي.

د داعش ترهګرې ډلې د قومندانانو د جملې څخه یو تن چې د عراق د فوځ له لوري نیول شوی دی اقرار وکړ چې دداعش ترهګرې ډلې اصلي مشر ابوبکر البغدادي ژوندی دی.

د عراق د سترې محکمې ویاند تیره ورځ چهارشنبې( غویي۱۲) اعلان وکړ چې مرکزي محکمې د تورن سړي اعترافونه راټول کړي دي چې دغه کس څو ځله په خپل ځان اعتراف کړی دی چې په پرله پسې ډول یې د ابوبکر البغدادي سره لیدلي دي.

د سومریه شبکې د راپور له مخې د عراق د سترې محکمې بیرغ لرونکي ویاند قاضي عبدالستار په دې اړه ویلي دي چې تورن کس اقرار وکړ چې د تیر کال په جولای میاشت کې یې د ابوبکر البغدادي سره وروستی ملاقات ترسره کړی دی.

همدغه راز تورن کس په خپلو اعترافاتو کې ویلي دي چې د اسلامي شریعت دکتورا لري او څو ځله د بوکا په محبس کې هم زنداني شوی وو.

د بوکا محبس یا د بوکا کمپ په ۲۰۰۳ کال کې د ام القصر بندر ته نږدې د امریکا د دولت په لګښت د عراقي زندانیانو د ساتلو لپاره جوړ شوی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *