امرالله صالح: د داعش ډلې غړي د طالبانو د ډلې فعال غړي دي

د زرغون بهیر ( روند سبز) ریس او د افغانستان د ملې امنیت پخواني رییس امرالله صالح په خپله پیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان په ښارونو کې ډېرې حملې د داعش په نوم تقلبي دي .

صالح ددې ترڅنګ چې په دې بریدونو کې دداعش مستقیم لاس لرل ردوي لیکلي دي چې د طالبانو احتیاطي او هوښیارې هستۍ او د حقاني ډله چې ځان وژونکي روزي او ساتي یې د زیاتو پیسو په بدل کې دا ډول بریدونه سرته رسوي او پریږدې چې داعش یې پړه ومني.

صالح په دوام کې لیکلي دي چې په حقیقت کې د دا ډول بریدونو د پلانولو او سرته رسولو کې د حقاني ډلې ،ای اس ای او داعش تر مینځ یو پټه معامله وجود لري.
صالح ټینګار کړی دی چې د داعش او طالبانو په مینځ کې د لویو اهدافو، د عملیاتو په تګ لارو او شاته ملاتړ کې هیڅ توپیر شتون نه لري. که چیرته خلک دداعش د هغه نیول شویو کسانو رښتیني او د لاس وهني څخه پاک اعترافاتو ته وګورې معلومه به شي چې ډېرې کسان یې په حقیقت کې د طالبانو فعال غړي دي.

صالح دا خبرې د کابل په شش درک سیمه کې د یکشنبې د ورځې د دوه ځان وژونکي بریدونو د ترسره کیدلو په تړاو لیکلي دي.

په دې برید کې ۹ تنه خبریالان ووژل شو چې داعش ترهګرې ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه واخیست.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *