ولسمشر غني بریښنایي پیژندپاڼه واخیسته

نن پنجشنبې ( غویي ۱۳) د بریښنایي تذکرو د ویش بهیر د محمد اشرف غني له لوري د لمړۍ تذکرې په اخیستلو سره پیل شو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې جمهور رییس نن ورځ د لمړنۍ بریښنایي پیژندپاڼي په اخیستلو سره په رسمي ډول دا پروسه پیل کړه.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوي وه دا پروسه د تیر کال د لړم په میاشت کې پیل شي مګر په پیژندپاڼه کې د افغان کلیمې ذکر کول او د قومیت د کلمې نه ذکر کولو د خلکو غبرګونونه راوپارول ،ارګ او ملې شورا یې هم پر وړاندې ودریدل چې ددې پروسې د بندیدو سبب وګرځید.

ویل کیږي چې په بریښنایي پیژندپاڼه کې د افغان کلیمې راوړل او د قوم نه ذکر کول د غیر پښتنو غبرګونونه راوپارول او هغوې دعوه وکړه چې د افغان کلمې اطلاق په پښتنون کیږي او په څو غونډو کې یې په پیژند پاڼه کې د قوم د نوم لیکلو غوښتنې وکړې.

مګر د مشرانو جرګې غړي چې په الکترونیکي تذکرو کې د قومیت د نه ذکر کولو پلویان وو وویل چې ددې پیژندپاڼي درلودونکي په اتومات ډول ددې هیواد تبعه دی او په دې دلیل د قومیت او ملیت لیکلو ته اړتیا نشته ،دغه استازو هغه وخت دعوه وکړه چې د الکترونیکي پیژندپاڼو په ویش کې هیڅ ډول ستونزه شتون نه لري او حکومت د بهاني جوړولو لپاره دا بهیر ځنډوي.

د راپورونو پر اساس د ۸۰ څخه زیات کوچنیو قومونو په الکترونیکي تذکرو کې د قومي هویت د لیکلو غوښتونکي شول.
د افغانستان حکومت ددې مسئلې د حل لپاره یو کمیسیون موظف کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *