سید حسن نصرالله عربستان،امریکا او اسرائیل په سیمه کې په جګړو رامنځته کولو تورن کړل

د حزب الله عمومي منشي حسن نصرالله په یوه انتخاباتي غونډه کې چې د البق او بعلبک په سیمه کې په لاره اچول شوي وه د ویډیو کنفرانس له لارې زرګونو ګډونوالو ته خبرې وکړې.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د حزب الله عمومي منشي په دې غونډه کې د سعودي ولیعهد په جګړو رامینځته کولو تورن کړ او څرګنده یې کړه چې د سعودي ولیعهد حاضر دی چې په لبنان کې د جګړې لپاره ملیاردونه ډالر خرڅ کړي.
په همدغه حال کې حسن نصرالله حکومت او د المستقبل جریانات په مذهبي او قومي تحریکونو تورن کړل او ویې ویل چې دولت ریاست رانیولی دی او د زحله او بلعک د سیمو د دې جریان سره یې قومي او مذهبي تحریک ته له وعدو ورکولو نه پرته څه کړي دي؟

سید حسن زیاته کړه چې دولت د البقا سیمه د ترهګرو ډلې د سیاسي شخصیتونو سره د لاس لرلو په جرم د اووه کالو په موده کې چې د وسله والو ډلو لخوا تهدید کیدل خوشي کړلي او په دې موده کې ددې ترهګرې ډلې د راتلونکي جریان چې د البقا سیمه یې تهدیدوله انقلابي وګاڼه او د هغوې له ملاتړ څخه یې لاس واخیست.
د حزب الله عمومي منشي د زحله او بلعک خلکو ته په خطاب کې وویل چې ای د بلعک او زحلې خلکو ایا هغه کسانو ته رایه ورکوئ چې ستاسې دفاع یې کړیده ،یا هغه کسانو ته رایه ورکوي چې د ترهګرو سره یو ځای ستاسې پر وړاندې توطئیې جوړې کړي دي؟

نوموړي څرګنده کړه هغه اوازې چې په رسنیو کې خپریږي دروغ دي او سمې نه دي چې په انتخاباتو کې یا د هغې نه علاوه په طایفي،مذهبي او د اوضاع د خرابولو په مسائیلو کې رامنځته کیږي.

حسن نصرالله د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه چې د البقا بریاوو ملاتړ باید ستاسې په رایو وشي او مقاومت سیاسې ملاتړ ته اړتیا لري لکه څرنګه چې زمونږ پر وړاندې د سیمې ایزو او نړیوالو توطیو مقاومت وجود لري او د سعودي ولیعهد،امریکا او اسرائیل په سیمه کې د جګړې د رامینځته کیدو لپاره په سیمه کې سره یو شوي دي او په دې جګړه کې په ملیاردونو ډالر لګوي.

په همدغه حال کې نوموړي زیاته کړه چې اسرائیل،امریکا او عربستان په سوریه ،عراق او لبنان کې خپلو ماتو ته چپ نه شي پاتې کیدلای او همدارنګه لبنان هم د شخړو په زړه کې قرار لري.

د حزب الله عمومي منشي په دوام کې وویل د المستقبل او دولتي ځواکونو لیست هماغه لیست دی چې اعلان یې کړی دی چې تاسي به خلع سلاح کړي او هغوې به غیر قانوني اعلان کړي.

سید حسن نصرالله په خپلو دې خبرو کې له ټولو خلکو،ډلو او رسنیو درناوی وکړ چې د حزب الله ملاتړ کوي او ویې ویل له هغه کسانو څخه چې په خپلو وینو یې زما لپاره لیک لاسلیک کړ او له هغه کسانو څخه چې د خپلۍ کورنۍ وسلې او تورې یې راولیږلي مننه کوم.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *