عبدالله: د جهاد او مقاومت حوزه خپل مستقل نوماند لري
عبدالله عبدالله،د غویي د اتمې( د شوروې پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بریا د کلیزي) د نمانځنې په مراسینو کې وویل چې مجاهدین به په راتلونکو ټاکنو کې خپلواک نوماند ولري.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې اجراییه رییس په پنجشیر ولایت کې د مجاهدینو د بریا د شپږویشتمې کلیزې په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې جهاد او مقاومت به د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو ته خپل مستقل نوماند معرفي کړي.
په همدغه حال کې اجراییه رییس ټاکنې د جهاد او مقاومت ثمره وګڼله او څرګنده یې کړه چې ټاکنې به د جهاد او مقاومت د ثمرې په توګه په ورورولۍ او یو والي سره دوام ومومي.
همدارنګه اجراییه رییس زیاته کړه هغه کارونه چې له وړاندې ترسره شوي دي د ټاکنو د سرنوشت لپاره پکې د خلکو اندیښنه پر ځای ده او له خلکو یې وغوښتل چې د مجاهدینو په لیکو کې د دښمن ځواب ورکړي.
د غویي اتمه چې د شوروې تر لاس لاندې د حکومت پر وړاندې د افغانستان د اکثریت خلکو د اتلولۍ ورځ وه مګر دغه بریا د افغانستان د خلکو لپاره ګټوره ثابته نه شوه ، جهادي رهبران د قدرت د ویش پرسر توافق ته سره ونه رسیدل او د هیواد په داخل کې د کورنیو جګړو سبب وګرځیدل چې په پایله کې د طالبانو رامنځته کیدو ته زمینه برابره کړه.