امریکا په اروپا باندې په فشار راوړلو سره په ایران باندې د بندیزونو لګولو په لټه کې ده

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سیاسې مشاور ویلي دي چې په اروپا باندې به فشار راوړي تر څو په هغه اشخاصو او ادارو باندې بندیزونه ولګوي چې د ایران د توغندیز پروګرام سره اړیکې لري.

د امریکا دولت په داسې حال کې په خپلو اروپایي شریکوالو باندې د فشار راوړلو غوښتنه کوي چې د ایران د هستوې پروګرام جدې خطر وګڼي او همدارنګه د هغوې د مخنیوي کړنې ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپئو سیاسي مشاور برایان هوک په هغه سفر کې چې په ریاض کې یې درلود وویل چې د نړۍ له هیوادونو غوښتنه لرم چې د ایران د هستوي پروګرام پورې تړې ادارې باندې دې بندیزونه ولګول شي.

د رویټرز خبرې اژانس د مقالې له مخې نوموړي په دې د ټینګار کولو ترڅنګ چې د ایران هستوي پروګرام د نړۍ د سولې او امنیت لپاره لوي ګواښ دی زیاته یې کړه چې د اروپایي هیوادونو غوښتنه لرم چې په ایران باندې بندیزونه ولګوي.

هوک د ټرمپ د ټیم له غړو څخه دی چې په موجوده وخت کې د ایران سره د شوې هستویي تړون د اصلاح،او تغیرولو لپاره د اروپایي مشرانو سره د مذاکراتو په جریان کې دی.

ټرمپ په داسې حال کې د اروپایي هیوادونو څخه غواړي چې په ایران بندیزونه ولګوي چې د ایران دولت څه وخت مخکې خبرداری ورکړ که چیرته امریکا د برجام د پروګرام څخه پښې وباسي ایران به خپل هستوي پروګرام او د یورانیمو غني کول له سره پیل کړي او له ټرمپ د هیڅ ډول تهدید څخه به ونه ویریږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *