ولسمشر غني د دشت برچې د ترهګریزې پیښې د ټپیانو پوښتنه وکړه

د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غني تیره ورځ(غویي ۴) ماښام مهال د یکشنبې د ورځې د ځان وژونکي برید د ټپیانو د لیدلو لپاره ایمرجنسي روغتون ته ولاړ.

اشرف غني د دشت برچي د حملې د ټپیانو په لیدنه کې چې په دشت برچي کې د تذکرو د ویش په مرکز ترسره شوی وه له هغوې سره په دغه غم کې ځان شریک وګاڼه او ددغه روغتون د ډاکټرانو د هلو ځلو یې مننه وکړه.

ولسمشر د کابل د لویدیځ د یکشنبې د ورځې د حملې ټپیان د دیموکراسۍ اتلان وبلل او له ډاکټرانو یې وغوښتل چې د ټپیان د صحي وضعیت د ساتلو لپاره کوښښ وکړي.

په دشت برچي کې د تیرې ورځې په ځان وژونکي برید کې چې د تذکرو د ویش په یوه مرکز ترسره شو شاوخوا ۷۰ تنه ووژل شول او نږدې ۱۳۰ تنه ټپیان شول چې د وژل شویو کسانو په مینځ کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *