د ټرمپ او کیم جونګ اون د لیدنې ځای څرګند شو

د ټایلینډ د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او شمالي کوریا د راتلونکې  ناستې ته په اشارې زیاته کړه چې ټرمپ اعلان کړی دی چې ټایلینډ ددغه ناستې کوربه توب ته اماده دی.
د ټایلینډ د بهرنیو چارو وزیر دون پرامودوینای، تیره ورځ د( غویي۴)  نیټه اعلان وکړ چې هیواد یې ددوه هیوادونو ددې ناستې د کوربه توب لپاره لازم تیارې نیولی دی په عین حال کې د فرانسې خبرې اژانس خبر ورکړی دی چې په راتلونکي اوونۍ کې به د امریکا د ولسمشر او د شمالې کوریا د مشر تر مینځ لیدنه ترسره شي.

په عین حال کې د ټایلینډ د یهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته ویلي دي چې د ټایلینډ هیواد اماده دی چې ددغه دوه هیوادونو د مذاکراتي ناستې کوربه توب وکړې مګر د امریکا سفارت لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

تایلینډ د امریکا یو له هغو متحدانو څخه دی چې د شمالي کوریا سره هم ډیپلوماتیکي اړیکې لري،وروسته له هغې چې شمالي کوریا د هستوي ازموینو بندول اعلان کړل رسنیو د وري د میاشتي ۱۸ نیټه د ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون تر مینځ د مذاکراتو د امادګۍ خبر ورکړی وو.

په همدغه حال کې د شمالي کوریا رهبر هم تیره اوونۍ د جنوبي کُرې د جمهور ریس سره ملاقات او خبرې ترسره کړي دي.

د شمالي کوریا او امریکا ترمینځ د مذاکراتو ځای هغه وخت څرګند شو چې ټرمپ د شمالي کوریا څخه د مذاکراتو نه مخکې د هستوې ازموینو د بندیدو غوښتنه کړي وه مګر د شمالي کوریا مشر د هغه د تهدیداتو سره دې مذاکرو ته لاره خلاصه کړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *