د بې پیلوټه طیارې په هوايي برید کې ۵ کسو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک خاورمیانه خبري اژانس ته و ویل نن لس نیمې بجې شا و خوا د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شمکټ درې د نظر محمد خیلو په سیمه کې بې پیلوټه طیارې د وسلوالو مخالفینو په یو ګروپ هوايي برید کړی، چې په برید کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور سیمه اییز قوماندان ثاقب د ګروپ ۳ کسان وژل شوي او ۲ نور یې شدید زخمیان شوي دي.

د ځواک په خبره په وژل شویو کې د روف، ښادي ګل او کاظم علي په نومونو درې کسه وسلوال مخالفین شامل دي، کوم چې په یاده سیمه کې یې په پراخو تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.

د یادونې ده چې نن سهار د الیشنګ درې په استقامت له مرکزي سیمو د قهر نمبر یو سیلاب یو په نوم د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات پیل شوي، چې له مخې به یې په یاده دره کې د تصفیې او تلاشۍ تر څنګ په ځینو مهمو او ستراتیژیکو نقطو کې امنیتي پوستې هم ځای پر ځای شي.

Author

خروج از نسخه موبایل