امر الله صالح:په ښارونو کې د داعش بریدونه تقلبي دي

د ملې امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وایي چې د افغانستان په ښارونو کې دداعش په نوم ډېرې حملې تقلبي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې امرالله صالح د کابل په لویدیځ کې د یکشنبې د ورځې د ځان وژونکي برید په اړه ویلي دي چې داعش او طالبان د عملیاتو په طریقه کې او د شا له اړخه په ملاتړ کې هیڅ تفاوت نه لري.
د امرالله صالح د خبرو په بنیاد ویل کیږي چې د داعش ترهګره ډله چې په قتلونو او کرکې سره په ذهنونو کې جوړه شوي ده شتون نه لري،په حقیقت کې داعش د طالبانو هماغه فعاله غړي دي او د طالبانو او حقاني ډلې ځان وژونکي روزې او د زیاتو پیسو په مقابل کې پرې دا ډول حملې ترسره کوي او پریږدې چې مسوولیت یې دداعش ترهګره ډله په غاړه واخلې.

امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې”د طالبانو او حقاني ډلې په کار پوه او احتیاطې خلک د ځان وژونکو پالنه او ساتنه کوي او د زیاتو پیسو په ورکولو سره پرې دا ډول بریدونه سرته رسوي او بیا پریږدې چې داعش یې مسوولیت پر غاړه واخلې”.
صالح ویلي دي چې”په حقیقت کې ددې ډول بریدونو د ترسره کولو په پلان کې د حقاني ډلې،آی اس آی او داعش ترمینځ یوه پټه معامله وجود لري.”
په عین حال کې امرالله صالح لیکي”طالب او داعش په لویو موخو،د عملیاتو په طریقو کې او په شاته ملاتړ کې هیڅ توپیر نه لري.
که چیرته خلک د نیول شویو داعشیانو رښتینې او داسې اعترافات واوري چې لاس پکې نه وي وهل شوی ،معلومیږي چې ډیرې کسان یې په اصل کې د طالبانو فعال غړي وو.”

د ملې امنیت پخوانی رییس په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تیره ورځ د کابل په لویدیځ کې د تذکرو د ویش په یوه مرکز باندې په برید کې ۷۰ تنه ووژل شول او د ۱۲۰ څخه زیات ټپیان شول،چې داعش ترهګرې ډلې له بریده څو ساعته وروسته اعلان کړه چې دغه حمله زمونږ کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې ددوه کالو راپدیخوا داعش ترهګره ډله د هغه بریدونو مسوولیت په غاړه اخلې چې په مقدسو ځایونو او شیعه ګانو ترسره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *