په کابل کې د ځان وژونکي برید څخه وروسته د تذکرو د ویش ۳ مرکزونه وتړل شول

د هیواد د نفوسو د ثبت او احوال ادارې د یکشنبې په ورځ (غویي ۲) ددې ادارې د دشت برچي په شعبه له برید وروسته درې نوي جوړ شوي ګرځنده مرکزونه وتړل.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخي،د نفوسو د ثبت او احوال ادارې عمومي رییس همایون محتاط ددغه شعبو د بندیدو د تایید تر څنګ څرګنده کړه چې د امنیتي ځواکونو په مشوره به ددې مرکزونو د خلاصولو پریکړه وکړې.
د ثبت احوال نفوس ادارې عمومي ریس وویل چې د پرون ورځ په برید کې ددې ادارې ۴ تنه کارکوونکي وژل شوي دي ۲ تنه نادرکه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي چې اوس هم د یوه تن حالت نازکه دی.
د ثبت احوال نفوس ادارې په کابل دوه دایمي مرکزونه لرل او درې نور مرکزونه یې د روان کال د انتخاباتو په تعقیب د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره جوړ کړل.
د هیواد د نفوسو د ثبت او احوال اداره په کابل کې دوه دایمي مرکزونه لري او درې نوې مرکزونه یې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره په کابل کې جوړ کړي وو چې ددې ادارې د دشت برچې مرکز د ځان وژونکي برید لاندې ونیول شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *