بهرنیو ځواکونو یوه زده کوونکي ووژله او د ۹ حوزې پولیسو د سیمې څخه دهغوې د تیښتې همکاري وکړه

تیره ورځ یکشنبه(غویي ۲) د بهرنیو ځواکونو یو کاروان د ترافیکو د طرف خلاف یې د هوایي میدان په سړک حرکت کاوه چې د بي بي مهرو د لیسې یو ښځینه زده کوونکي یې د موټر له ټیره لاندې کړه او له سیمې وتښتیدل.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د سیمې ځایي خلکو ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو موټر د ټرافیکو د لوري په خلاف حرکت کاوه چې یوه زده کوونکي یې ووژله او ۹ حوزې د پولیسو په واسطه له سیمې څخه وتښتیدل.
همدغه ډول دغه خلک دعوه کوۍ چې د بهرنیانو د موټرو کاروان د خلکو په مینځ کې ګیر پاتي وو چې د ۹ حوزې د پولیسو په واسطه یې له سیمې تیښته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان یوه موټر د هوایي میدان په سړک تاوان واړوه او له سیمې وتښتید.
په دې اړه مو وغوښتل چې د کورنیو چارو د وزارت او د کابل د پولیسو نظر واخلم چې بریالی نه شوم.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *