د کابل پولیسو د ملې مشارکت د ګوند د مشر او د استازو د مجلس د غړي نجیب الله کابلي د نیولو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د کابل پولیسو ویلي دي چې د ملې مشارکت د ګوند مشر نجیب الله کابلی تیره شپه ( غویي ۱) په؟ څلورمه حوزه کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
راپورونه رارسیدلي دي چې د استازو د مجلس پخوانی نماینده نجیب الله کابلی یوه سوداګر ته د چل او درغلۍ د ورکولو په جرم نیول شوی دی.
د ملی مشارکت د ګوند مشر نجیب الله کابلی د افغانستان په سیاست کې یوه پټه څیره ده چې په وروستیو کې د اختلاس او اختطاف په تور نیول شوی دی.