ټرمپ راتلونکي اوونۍ د شمالي کوریا د رهبر سره ملاقات کوي

د امریکا جمهور رییس په شینزو ابه کې د جاپان د لمړي وزیر سره په کتنه کې د شمالي کوریا څخه د احتمالي لیدنې په اړه زیاته کړه ،چې خپله پوره هڅه کوم تر څو دې چانس ته په نړیوالې بریا سره بدلون ورکړم.

دونالډ ټرمپ د پنجشنبې په سهار( وری ۳۰) په هغه ناسته کې چې په فلوریدا کې یې د جاپان د لمړي وزیر سره درلوده بیان کړه چې په سوریه باندې توغندیز برید د هغه په بریا سره پای ته رسیدلی دی.
ټرمپ دعوه کوي چې سوریه نه ده توانیدلي چې حتی یو توغندی هم له مینځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او سوریې دولتي چارواکي وایي په سوریه باندې د امریکا د ۱۱۰ زیرک توغندیو چې په سوریه یې راخوشي کړي د ۷۰ څخه زیات توغندي یې ددې هیواد دافع هوا له مینځه وړي وو.
په عین حال کې نوموړي زیاته کړه چې راتلونکي اوونۍ د شمالي کوریا د هستوي وسلو د خلع کولو لپاره ددغې هیواد له مشر سره لیدنه او بحث ترسره کوم.

ټرمپ زیاته کړه چې د هستوي سلاح ګانو څخه د شمالې کوریا د پاکیدو لپاره زمونږ هڅې دوام لري.
ټرمپ په داسې حال کې غواړي چې د شمالي کوریا سره خبرې وکړي چې دې هیواد د امریکا لخوا په سوریه باندې د توغندیز برید په غبرګون کې ویلي وو چې امریکا د سوريایانو د چټک ځواب له ورکولو د ویرې ددې هیواد په هوایي مرکزونو حمله نه ده کړې نو ټرمپ هیڅکله هم ددې حوصله نه لري چې د شمالي کوریا سره چې هستوي بمبونه لري جګړې ته راشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *