د طالبانو د ترهګرې ډلې یو قومندان د ۳۷ تنو نورو ترهګرو سره یو ځای ووژل شو

د فراه ولایت سیمه ایزو مقاماتو خبر ورکړی دی چې د امنیتي ځواکونو او د طالبانو د ترهګرې ډلې تر مینځ په نښته کې ۳۷ طالبان وژل شوي دي،په وژل شویو کسانو کې ددې ډلې یو مهم قومندان هم شامل دی.
د فراه د والي ویاند رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه(۲۶ وری) د پشت رود ولسوالۍ د تینک په کلې کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمینځ په نښته کې د ددې ډلې د یوه قومندان ” ابراهیم بلندی” په ګډون چې په ” جبیر” مشهور دی ۳۷ نور طالبان وژل شوي دي.
د فراه د والي ویاند زیاته کړې ده چې نښته هغه وخت رامنځته شوه چې طالبان په نیمه شپه په دغه کلې کې امنیتي پوستو ته داخل شول.
ویل کیږي چې په دې نښته کې د امنیتي ځواکونو څخه یو تن وژل شوی دی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو تیره ورځ په هرات کې د ۱۱ طالبانو او د بالابلوک په ولسوالۍ کې د ۵ تنو طالبانو د وژلو خبر ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *