په بغلان ولایت کې یوه کس د خپلې کورنۍ ټول غړي وژلي دي

نن دوشنبه سهار( وری۲۷) د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو کس د خپلې کورنۍ ټول غړي وژلي دي.

په بغلان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وایي،نن سهار د زمري په نوم یوه سړي خپله ښځه،ښینه،خواښي او یوه میلمنه په ډزو سره وژلي دي او له هغې وروسته یې ځان وژنه کړیده.
سرچینې دغه پیښه د کورنیو ستونزو له وجې راپیښه شوي بللي ده  او وایي چې څلور ښځې د دده په ګډون وژل شوي دي.
د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع هم دا موضوع تاییدوي او وایي چې پولیس سیمې ته رسیدلي دي او څیړني یې پیل کړي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل