د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ سقوط وکړ

د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس،او ددې ولسوالۍ د امنیت مدیر د څوارلسو نورو امنیتي ځواکونو او د ولسوالۍ د کارکوونکو سره یو ځای د طالبانو په یو ډلیزه حمله کې وژل شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د طالبانو ډلې تیره شپه(۲۲ وری) په یو تهاجمي برید کې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د تعمیر کنټرول په خپل لاس کې واخیستو او ددې ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس د امنیت د مدیر او ۱۴ تنو نور د ولسوالۍ پرسونل سره یوځای ووژل.
د غزني د ولایتي شورا یوه غړي رسنیو ته ویلي دي چې چې د طالبانو ډلې د شپې په نیمه برخه کې ددوه لارو څخه پر دې ولسوالۍ برید ترسره کړ او د مقاومت وروسته د ولسوالۍ د تعمیر په کنټرول کې نیولو باندې کامیاب شول.
ویل کیږي چې دغه اورپکو د ولسوالۍ د تعمیر د نیولو نه علاوه ددې ولسوالۍ اړوند د کاریز په سیمه کې یوه قرارګاه هم لاسته راوړي ده.
راپورونه رارسیدلي دي چې وسلوالو طالبانو د برید له کولو مخکې ددې ولسوالۍ سړک له مرکز سره تړلی وو ترڅو ددې ولسوالۍ مرکز ته د کومک د رسیدو مخه ونیسي.
امنیتي ځواکونو او د غزني د والي دفتر لا تر اوسه په همدې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *