د امریکا په اړه د افغانستان د پخواني جمهور ریس حامد کرزي وروستۍ څرګندونې نن چهارشنبه د( وری۲۲) د ملې شورا د مجلس د استازو لخوا په یوه عمومي ناسته کې د تندو غبرګونونو سره مخ شوي.
ملې شورا په داسي حال کې د کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښکاره کړ چې کرزي د یکشنبې په ورځ د یوه روسي ټلویزون سره په خبرو کې په افغانستان کې د امریکا په اوولس کاله کړنو سختې نیوکې وکړې او ویلي یې دي چې د اوولسو کالو په اوږدو کې په افغانستان کې د امریکا د ملکي وګړو په وژلو مشغول وه.
همدارنګه کرزي د روسیې په دې سفر کې ویلي وو چې د امریکایانو په شتون کې د داعش رامنځته کیدل پوښتنې راپورته کړې دي او امریکا یې د داعش په ملاتړ تورنه کړه.
مګر ملې شورا د هیواد د پخواني ولسمشر خبرې ستونزې راولاړونکي بولي او له هغه څخه یې وغوښتل چې د هغه ویناوو څخه ډډه وکړې چې په هیواد کې د تشنج د زیاتیدو سبب ګرځي.
همایون همایون په داسې حال کې چې نن ورځ یې د مجلس مشرې په غاړه اخیستي وه وویل چې: که چبرته کرزی وای چې امریکایان د افغانستان لپاره بد دي او روسان خوشاله دي دا د نوموړي شخصي نظر دی کرزی باید د وینا پر وخت خپلو خبرو ته پاملرنه وکړې په اوسني وخت کې هیواد ډېرې ستونزې لري.
دا په داسې حال کې ده چې کرزي د څو کالو راپدیخوا همیشه د سولې په رامنځته کیدو د امریکایانو له لوري د صداقت د نه موجودیت خبرې کړي دي او په دې وروستیو کې په امریکا ضد څیره بدل شوی دی،چې په بیلابیلو بهرنیو ناستو کې یې په امریکا سختې نیوکې کړي دي.