د دوما په سیمه کې کیمیاوي حمله نه ده ترسره شوي؛روسیه د امریکا د نظامي اقدام ځواب ورکوي.

په اروپایي اتحادیه کې د روسیې سفیر ولادیفیر چیزوف ویلي دي چې د ختیځي غوطې په دوما سیمه کې یې د کیماوي حملې نښې نه دي لیدلي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،یورو نیوز لیکلي دي چې ولادیمیر چیزوف څرګنده کړه چې د روسیې نظامي کارپوهانو د سیمې څخه لیدنه کړیده او ان کوڅو ته ورغلي دي او کورونو ته هم ننوتي دي او له هغه ځایي ډاکټرانو سره یې هم خبرې کړي دي چې د دوما په یواځني روغتون کې فعالیت کوي.

چیزوف په دوام کې وویل ادعا شوي ده چې د ځمکې نه لاندې جسدونه هم د ځمکې سرته راوړل شوي دي مګر یو جسد هم هلته موجود نه دی.حتی یو ناروغ هم هلته د تداوۍ لپاره مراجعه نه وه کړي.

د روسیې سفیر تاکید وکړ چې په دوما کې د هیڅ یوې کیمیاوي حملې نښې نه دي لیدل شوي.

چیزوف په سوریه باندې د امریکا د هر ډول حملې په اړه وویل: مسکو د امریکا او د هغې د متحدانو لخوا په سوریه باندې د هر ډول نظامي حملې په اړه خبرداری ورکړ.موږ د امریکا مقاماتو ته د مختلفو طریقو له لارې خبردارې ورکړی دی که چیرته د امریکا په بریدونو کې د روسیې اتباع  زیان وویني په هماغه وخت به دا موضوع له ځانه سره بدې پایلي ولري.

په بیروت کې د روسیې د سفیر الکساندر زاسپیکین هم ویلي دي چې که چیرته امریکا په سوریه باندې نظامي حمله وکړي مسکو به یې ځواب ورکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل