د داعش ترهګرې ډلې یو فرانسوي غړی په جوزجان ولایت کې ووژل شو

د افغانستان ملې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په نشرولو سره په جوزجان ولایت کې د داعش د ترهګرې ډلې د یو فرانسوي غړي د وژلو خبر ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کس د امنیتي ځواکونو لخوا ددرزاب ولسوالۍ د پاکولو د عملیاتو په نتیجه کې د ۸ نورو ترهګرو سره یو ځای وژل شوی دی او ۳ تنه نور ورسره ټپیان شوي دي.
د راپورونو پر اساس د درزاب ولسوالي چې د داعش ترهګرې ډلې د فعالیت سیمه ده ،دداعش د ترهګرې ډلې د بهرنیو غړو لکه ازبکستاني او فرانسوي تبعو د شتون په اړه ترې خبرونه ورکول کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *