د امریکا د ترهګرۍ ضد ایتلاف پخپله د ترهګرۍ ملاتړی دی
په روسیه کې د ایران د معاصرو تحقیقاتو مدیر د سوریې د نظام لخوا د کیماوي وسلو د استعمال موضوع د امریکا بهانې بولې او وایي چې امریکا د سیمې د تخریب لپاره د یوې بلې توطئې لپاره راغلي ده مګر د ایران،ترکیې او روسیې په شتون کې دا کار سرته نشي رسولای.
په مسکو کې د ایران د معاصرو تحقیقاتو مدیر رجب صفراف العالم شبکې ته په خپلو خبرو کې ویلي دي چې ټرمپ د نړیوال بازار برخه نه ده ” ټرمپ د لوښو د خرڅولو د بازار د موندلو په لټه کې دی”.
صفران د سوریې څخه د امریکا د وتلو په اړه وویل چې دا د سعودي عربستان د ناستو شاهانو تبلیغات وو ځکه که چیرته امریکا د سوریې ووځي نور عربستان نه شي کولای چې د ایران په وړاندې دوام وکړې چې په حقیقت کې د سعودي د مرګ سبب ګرځي.ددې وخت پر اساس چې امریکا وویل چې د سوریې څخه وځي سعودې اعلان وکړ چې یوازي په سوریه کې د امریکا پاتي کیدل مني او ټرمپ هم له ځنډه پرته ورسره ومنله چې په سوریه کې به پاتي کیږي.
همدارنګه په مسکو کې د ایران د معاصرو څیړنو مدیر څرګنده کړه چې ” د ترهګرۍ پر وړاندې امریکایي ایتلاف پخپله د ترهګرۍ ملاتړ کوي” چې ویل کیږي ” په منځني ختیځ کې د امریکا د سیاستونو بدیل دی” او د اسرائیل د رژیم له طرفه په سوریه او سیمه کې د ایران د اثارو د لمنځه وړلو په هڅو کې ده په همدې دلیل یې د تیفور کیمپ د هدف لاندې نیولی وو چې ویل کیږي ایرانیان او ایراني مشاورین په هغې کې قرار لري.