د نیویارک ښار د ټرمپ په برج کې اورلګیدنه

نن یکشنبه د نیویارک ښار د ” منهاتن” په سیمه کې د ټرمپ په برج کې اور ولګیدو چې پکې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د  نیویارک ښار په ” منهاتن” سیمه کې د امریکا د ولسمشر” ډونالډ ټرمپ”اړوند برج له اور لګیدنې سره مخ شو.
سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی دی چې  اور وژونکو د یوه ساعت هلو ځلو وروسته د اور وژني د وژلو پرمهال د ټرمپ په برج کې ایسار پاتي شو چې په پایله کې یې  څلور تنه اور وژونکي ټپیان شوي دي.
همدارنګه د امریکا یو تبعه چې په دغه اورلګیدنه کې ورته ضرر رسیدلی وو د سوځیدلو له سختو ټپونو له وجې یې ساه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې ۳ میاشتې وړاندې هم ددغه برج په بام کې اورلګیدلی وو چې دوه تنه پکې ټپیان شوي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل