د غزنی ولایت په مقر او ګیلان ولسوالیو کې۷ مهمي روغتیایې پروژي پرانستل شوي

 

د غزني ولایت په مقر او ګیلان ولسوالېو کې پرون د والي انجنیرعبدالکریم متین لخوا په داسي حال کې چي د دي ولایت د امنیتي ارګانونو مسئولینو او د عامي روغتیا ریاست مشر ډاکټرظاهرشاه نیکمل هم حضور درلود، (۵) نوي روغتیایې مرکزونه ایجاد، د مقر ولسوالۍ روغتون له(CHC+) څخه (DH) روغتون ته ارتقا وکړه او د ۱۴ ملیونه افغانېو په ارزښت د یوه روغتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

والي  متین چې وړمه ورځ یې د یوه پلاوي په مشرۍ مقر او ګیلان ولسوالېو ته خپل سفر پیل کړ، پرون یې د ورسره پلاوي په ملتیا مقر ولسوالۍ کې د یوي غونډي په ترڅ کې د پټۍ په پري کولو سره د یادي ولسوالۍ د ګداخیل اوآخوند خیل روغتیایې مرکزونه او یو سیار روغتیایې ټیم رسما پرانستل.

په دغه غونډه کې دغه راز د مقر ولسوالۍ(CHC+) روغتون رسما د ولسوالۍ په روغتون(DH) بدل شو چي د ۳۰ بسترونو درلودونکی دی او وروسته تر دي به په بیلابیلو روغتیایې برخو کې معیاري خدمات وړاندي کوي.

دغه راز د ګداخیل او آخوند خیل سیمو نویو روغتیایې مرکزونو ته د څلور(۴) ملیونه افغانېو په ارزښت اړین طبي وسایل او سامان آلات هم وسپارل شول.

هاخوا په ګیلان ولسوالۍ کې هم نن د والي ښاغلي عبدالکریم متین لخوا د دي ولسوالۍ په جهانګير او اوتلي کلېو کې (۲) نوي روغتيايې مرکزونه ايجاد او د یادي ولسوالۍ په جنډه بازار کې د جنډي روغتون د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودله.

یاده ودانۍ ۲۴ بابه اتاقونه لري او د احاطي دیوال په ګډون، په پنځه جریبه ځمکه کې رغول کیږي، چې ځمکه یې د ګیلان ولسوالۍ د اوسیدونکو لخوا په وړیا توګه د عامي روغتیا ریاست ته وقف شوي او ۱۴.۷ ملیونه افغانۍ لګښت پري رازي.

په غزني ولایت کې روغتیایې خدمات د والي انجنیرعبدالکریم متین، د عامي روغتیا ریاست د مشرتابه ښاغلي ډاکټر ظاهرشاه نیکمل او نورو مسئولینو د هڅو او هلوځلو په پایله کې ورځ تربلي د پراختیا او معیاري کیدو په حال کې دي او ټاکل شوي په نیږدي راتلونکي کې لسګونه نوي روغتیایې مرکزونه هم پرانستل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *