ټرمپ ژمنه کړې ده چې «برجام» به ډېر ژر ټوټې کړي

د امریکا ولسمشر په سپینې ماڼۍ کې د خپلو سلاکارانو او هغه کسانو سره چې په نوموړي باندې د انتخاباتي کمپاینونو د وعدو د پوره کولو باور لري ژمنه ورکړي ده چې د ایران سره اتومي تړون او ۵+۱ ډله به ختمه کړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،واشنګټن پوسټ لیکلي دي چې ټرمپ په تیرو اوونیو کې د شمالي کوریا د مشر سره د لیدلو ژمنه کړې وه،خپلو معتمدانو سره وعده کړې وه چې د ایران سره اتومي تړون به ټوټه کوي،د روسیې د ولسمشر سره د ملاقات څخه وروسته یې په سپینې ماڼۍ کې په ډېر ویاړ سره خبرې کولي  اعلان یې وکړ چې د سوریي څخه د امریکایي ځواکونو د ویستلو نیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني رهبر د ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر وخت ویلي وو چې که چیرته ټرمپ” برجام” ټوټې کړې زه به  ورته اور واچوم.
(برجام)،د ایران د هستوې پروګرام پر سر یو نړیوال تړون دی چې د ۲۰۱۵ د جولای په ۱۴ د ایران او ۵+۱هیوادونو امریکا،روسیه،چین،فرانسه،انګلیستان او المان) تر مینځ د وین تر مینځ رامنځته شو.
واشنګټن پست په دوام کې لیکلي دي چې ټرمپ په تیره اونۍ کې د ځینې مشاورانو سره د احتیاطي چلند د قید څخه د ځان د خلاصون لپاره د ده د ذاتي  سیاستونو په لوري چې په انتخاباتو کې د نوموړي د بریالیتوب سبب شول مخې ته راوړی دي.
ځینې هغه کسان چې په دې وروستیو کې یې د ټرمپ سره خبرې کړي دي هغه خپلو مشاورینو ته ویلي دي چې د هغه سیاستونو په اجرا کولو سره کولای شئ چې په انتخاباتو کې دده د بریالیتوب سبب شوي دي  چټکوالی ور وبښئ،ددې تر څنګ چې د مشاورینو په نه موجودیت کې دده شعورې پریکړې سرته رسوي خوشاله  دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *