په جوزجان ولایت کې د غلو اووه کسیزه ډله و نیول شوه

د ملې امنیت د عمومي ریاست د ځانګړو قطعاتو د ځواکونو لاسته راغلیو اطلاعاتو په اساس د غلو یوه اووه کسیزه ډله لاس په لاس د یو راکټ لنچر،څلور میله کلاشینکوف،دوه میله څلویښت ډزي ،یو میل تفنګچې او دوه لاسي بمونو سره یو ځاي نیولي ده چې د شبرغان ـ مزار شریف د لمړی نمبر لویي لارې په اوږدو کې یې وسله والې غلاوي،اختطاف،له خلک له ځان سره بندیان کول او مسافرو ته د تکلیف رسوني کړنې یې ترسره کولي.
یاده شوې ډله د قومندان ویس تر سرګروپۍ لاندې د شپې د تیارې څخه په استفادې د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د خانقاه عربیه په سیمه کې د عمومي سرک لاره بنده کړي وه په داسي حال کې ونیول شول چې د مسافرینو څخه یې ۱۵ سیټه موبایلونه او یو مقدار قیمتي توکي اخیستي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *