د وري په ۲۹ نیټه په عربستان کې لمړنۍ امریکایي سینما پرانیستل کیږي
د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي چې د ( اپریل ـ۱۸) نيټه چې د ( وری ۲۹) نیټې سره سمون خوري د سعودي عربستان په مرکز ریاض ښار کې لمړنۍ سینما پرانیستل کیږي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د فرانسي خبرې اژانس د ریاض په ښار کې د رسمي رسنیو پر اساس ویلي دي چې ټاکل شوي ده AMC امریکایي شرکت په راتلونکو پینځه کالو د عربستان په ۱۵ ښارونو کې ۴۰ سینماګاني په لاره واچوي.
د AMC شرکت د امریکا او نړۍ د ګڼ شمېر سینماوو لرونکی دی چې د سالونونو د ادارو او سینمایي مسافرتونو کې فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د درې لسیزو وړاندې څخه تر اوس مهال پورې په سعودي عربستان کې د سینما په لاره اچول او جوړول منعه وو.