ایا ټرمپ د امریکا بدترین ولسمشر دی؟

د سیاسي مسایلو څیړونکی رابرت رایش په یوه مقاله کې لیکلي دي چې امریکا په سیاسي تاریخ کې ډول ډول ولسمشران په سترګو لیدلي دي؛ د کلاهبردارانو څخه د امریکا نهه ویشتم جمهور رییس” وارن ګاملیل هاردینګ” او د امریکا د اته دیرشم ولسمشر” ریچارد نیکسون” څخه نیولي تر متعصباني د امریکا د تاریخ اووم ولسمشر ” اندروجکسون” پورې او ددې هیواد د څلویښتم جمهور رییس ” جورج ډبلیو بوش” پورې. مګر دې هیواد تر اوسه د امریکا د اوسني جمهور رییس ” ډونالډ ټرمپ” په څیر ولسمشر سره سروکار نه دی لرلی چې په خاص ډول دومره ناوړه کړنې له ځانه سره ولري.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د نیوزویک څخه یې راخیستی دی دغه څیړونکي ویلي دي چې امریکا خپل سیاسي تاریخ له داسي سړي څخه پیل کړی دی چې په وړاندې یې ټرمپ قرار لري.د زنده ګي نامې لیکوال ” داګلاس سوتال فریمن” په وینا د امریکا لمړنی ولسمشر” جورج واشنګټن” په هغه وخت کې چې په ۱۷۷۵ کال په جون کې کانګرس هغه د فوځ د قومندان په توګه منصوب کړ ، وار له واره په اخلاقي مقام باندې بدل” شوی وو چې”خلک یو د بل په خوا کې وساتي”.واشنګټن د اهدافو په تاوان،حوصلې او د انقلابې موخې د کامیابۍ لپاره لازمه اراده لرله.”
ددې راپور په دوام کې راغلي دي کوم وخت چې هغه تهدیدو چې فدرالي قوانین په اسانۍ سره تصویبوي چې هغه ته اجازه ورکړي چې د هغه خبرې شبکو پر وړاندې شکایت وکړې چې پر ده نیوکې کوي او د هغه خبرې اژانسونو جواز یې لغوه کړ چې له هغه سره یې مخالفت درلود،دا کار یواځي په رسنیو زور راوړل نه دي بلکه هغه په دې کار سره د رسنیو خپلواکي او ریښتینوالی ګواښي چې د امریکا اساسي قانون د هغې ضمانت کوي.
هغه ددې ترڅنګ چې د امریکا د اکثرو ولسمشرانو کارونه ښه یادوي ویي ویل،هغه وخت چې نئو نازي ډلو او د” لوې کوکلاس”غړو،د  نژاد پرستۍ امریکایي سازمان،په شار لوت ویل کې د مخالفینو لخوا د نژاد پرستۍ لاریونونه،په ویرجنیا ایالت کې یو فرض کړئ “دواړه ښکیل لوري” په د خشونت په رامنځته کولو تورن کړ،چلند یې بې طرفه نه دی او له دې لارې د مساوي حقوقو لپاره د اساسي قانون تضمین کمزوری کوي.
کله چې هغه د پخواني جنجالي اریزونا ایالات والي” جو ارپایو” په محکمه کې د جرم څخه سرغړونه وکړه چې په محکمه کې مجرم پیژندل شوی وو وبخښه،په دې کار سره نه یواځي د پولیس سره د هیوادوالۍ د حقوقو څخه سرغړونه شین چراغ روښانه نه شو بلکه هغه په دې کار سره د قانون حاکمیت ضعیف کړ تر څو چې په دې ونه توانیږي چې رسمي مقامات دده خپلو احکامو ته په تن ایښودلو مجبوره کړي.
کله چې هغه د امریکا د فوټبال لیګ ملې لوبغاړو باندې د هیواد د ملې سرود د اوریدو پر وخت پر کیناستلو نیوکه وکړه،په دې کار سره یې له هغوي نه غوښتل چې خپله وطندوستي ننداره کړي.هغه په دې کار سره د هغوې د بیان د ازادۍـ او همدارنګه په غیر مستقیم ډول د نورو د بیان د ازادۍ بې احترامي وکړه.
کله چې نوموړي اطلاعاتي سازمانونه او د فدرالي دولت د څیړني دفتر باندې په شدت سره پړه وګڼل،په دې کار سره یې یواځي د هغوې د کار سره مینه او علاقه د پوښتنې لاندې نه ده راوستي بلکه هغه په دې کار سره وړاندیز کوي چې دوې د قدرت څخه د هغه ګوښه کولو په لویې توطیې کې ښکیل دي؛بل کار چې په عمل کې مخالفینو ته د جګړې د دعوت په مانا دی دیوي نوې کورنۍ جګړي لپاره  سره شریک دي.
کله چې ټرمپ د کاناډا د لومړي وزیر سره د خپلو دروغجنو اطلاعاتو په اړه لیدنه وکړه،په دې کار سره یې خپله وړتیا د پوښتنې لاندې را نه وستله بلکه په دې کار سره یې د  نړیوالو په نظر کې د امریکا د متحده ایالاتو اعتبار او حیثیت کمزوری کړ.
ډونالډ ټرمپ د امریکا اصلي نهادونه او د دیموکراسۍ ارزښتونه سپک او ذلیله کوي،مګر امریکا د هغه سره د مبارزي په حال کې ده.
په الاباما کې رای اچونکي ډلې ډلې راځي تر څو د ۲۵ کالو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره یو دیموکرات سناتور د خپل استازي په توګه وټاکي.په پنسلوانیا ایالت کې جمهوري غوښتونکي په اختلاف سره  ۲۰% حوزو کنټرول په لاس کې لري.
له هغه وخته راهیسي چې ټرمپ ددولت ریاست په غاړه اخیستی دی دیموکراتانو د مجلس ۳۹ څوکۍ لاسته راوړي دي چې له دې وړاندې د جمهوري غوښتونکو پورې تړلي وو.
لیکوال په وروستۍ برخه کې راوړي دي چې:د ۲۰۱۸  کال د ټاکنو دوره را نیږدې شوي ده د امریکا د ټولو اوسیدونکو مسولیت دی چې ددې اعتراضونو ملګري شي.د تاریخ په اوږدو کې د امریکا تر ټولو بدترینه ولسمشر پر وړاندې هغه وخت چې وغواړم خپله دیموکراسي تقویه کړم په غوره موقعیت کې قرار لرم.
د امریکا په دننه کې د ټرمپ پر وړاندې مخالفین ورځ پر ورځ زیاتیږي او څو ورځې وړاندې یوې ډلې په هوټل کې د نقاشونو څخه جوړ د ټرمپ اعتراضي ننداره وړاندې کړه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *