د رایي اچونې د مرکزونو د امنیت د تامین لپاره د ” پنځلس زرو ښځو” استخدامول

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ښځو د تلاشۍ او د ولسي جرګې،ولایتي شورا او ولسوالیو شورا ګانو د رايي ورکوني د مراکزو د امنیت د ټینګولو لپاره د پینځلس زرو ښځو د استخدامولو خبر ورکوي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په اعلامیه کې راغلي دي چې ددغه پینځلس زرو ښځو د استخدامولو هوکړه لیک د ټاکنو د خپلواک کمیسیون،امنیتي ادارو،مالې وزارت، د ښځو چارو وزارت او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې تر مینځ لاسلیک شو.

 

دغه هوکړه لیک په هیواد کې د ښځینه پولیسو د کموالي په دلیل ددغه اداراتو تر مینځ لاسلیک شوی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې ددې استخدام شویو ښځو د اړتیا وړ بودیجه به د مالې وزارت له لوري ورکول کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *