لوړپوړي دولتي کارکوونکي د اوسپنې مستعمل الات پاکستان ته قاچاقوي

د افغانستان د صنایعو ټولنه؛د دولت لوړ پوړي چارواکي د اوسپنې استعمال شوي الات پاکستان ته قاچاقوي چې دغه کار خواشینونکی دی.
د افغانستان د صنایعو ټولنې رییس محمد کریم عظیمي،رسنیو ته وویل: له هغه وخته چې پاکستان ته د استعمال شویو اوسپنیزو الاتو انتقال د حکومت له لوري غیر قانوني اعلان شو؛ مګر ددې مستعمل اوسپنیزو الاتو انتقال د زورواکانو او د دولت د لوړ پوړیو چارواکو لخوا دوام لري.
عظیمي زیاتوي چې د برق نه موجودیت او د اوسپنیزو توکو قاچاق په هیواد کې د اوسپنې د کمیدو سبب ګرځیدلی دی.
دا په داسي حال کې ده چې تر اوسه د مستعملو زړو اوسپنو د یواځنې مخصوصې کارخانې څخه امنیتي نهادونو ګټه پورته کړیده.
ویل کیږي چې د ملکي اوسپنیزو شیانو پلور د کارخانو پر مخ خلاص شوی دی او د هر ټن مستعملې اوسپنې بیه لس زره افغانۍ ده.
په ټول هیواد کې د اوسپنې د ویلي کولو پینځه ویشت کارخانې فعالیت لري خو بیا هم د اړتیا وړ ډېره برخه سیخ ګول او نور ساختماني مواد له نورو هیوادونو څخه واردوي.

Author

خروج از نسخه موبایل