سره رود ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال دوه ساتونکي ونيول شول

ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره ورځ يادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نوم ولسوال قاري ساجد دوه ساتونکي ونيول شول.

د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې نيول شوي کسان د قتل، ماينونو ځاي پر ځای کولو، وسله والو بريدونو او يو شمېر نورو جرمونو کې هم لاس لري.

نيول شوي کسان  حسيب الله مشهور په خوريه او سميع الله مشهور په حماد اصلي د خوږياڼو مملې سيمې اوسيدونکي دي پخوا يې په خوږياڼو او اوس يې په سره رود ولسوالۍ کې فعاليت پيل کړی و.

يادو کسانو څو مياشتې وړاندې په سره رود ولسوالۍ کې د تراب په نوم يو قومي مشر هم شهيد کړی و.

دوی په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ملي امنيت رياست کې د نورو څېړنو لاندې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *