د یو ماین په چاودنه کې د وسلوالو مخالفینو د یو سرګروپ په ګډون دوه کسان ووژل شول

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تېر ماښام د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د بارکزیو په سیمه کې دوه تنو وسلوالو مخالفینو چې غوښتل یې د افغان امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لاره کې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین ورباندې انفجار کړی، چې د سیدا ګل په نوم یو سرګروپ او یو تن بل د انصاري په نوم په کې وژل شوي دي.

یاد کسان د وسلوالو مخالفینو په ډله کې هغه مشهور تروریستان ول، چې په ډېری تروریستي کړنو، د ماینونو په ځای پر ځای کولو، په جنايي جرمونو او د بې ګنا انسانانو په قتلونو کې یې لاس درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *