روسیې خپلو اتباعو ته خبر داری ورکړی دی چې انګلیستان ته سفر ونه کړي

په لندن کې د روسیې سفارت په انګلیستان کې د روسیې ضد حساسیتونو د زیاتیدو په سبب خپلو اتباعو ته خبردارې ورکړی دی چې تر خپلې وسعې پورې د انګلیستان څخه علاوه نورو ځایونو ته سفر وکړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،په لندن کې د روسیې سفارت په انګلیستان کې د روس ضد احساساتو زیاتیدو ته په اشاره د روس د پخواني جاسوس سرګې اسکریپال د مسمومیت د قضیې په سلسله کې د خپلو اتباعو وغوښتل چې د انګلیستان پرځای یو بل هیواد ته سفر وکړې.
د سفارت په بیانیه کې چې ” اسپونتیک” خبرې اژانس خپره کړیده د روسیې له ټولو اتباعو غوښتل شوي دي انګلیستان ته د خپل سفر د پروګرام نیولو او یا دغه هیواد ته د تحصیل لپاره د خپلو اولادونو د لیږلو لپاره بیا کتنه وکړې.
انګلستان دعوه کړیده چې اسکریپال او لور یې د هغه عملیاتو په پایله کې چې د سالزبوري ښار په یوه ازاده فضا کې د روسیې د ولسمشر په مستقیمه لارښوونه یې صورت نیولی دی د یوه کیمیاوي غاز څخه په استفادې سره مسموم کړي دي چې دغه ادعا د روسیې لخوا رده شوي ده.
دا په داسې حال کې ده چې دا موضوع ددې سبب شوي ده چې غربي بلاک د ۱۵۰ څخه زیات روسي ډیپلوماتان له ۲۷ هیوادونو څخه ویستلي دي،روسیه هم په دې اړه غلې نه ده پاتې شوي تر اوسه یې د څو هیوادونو ديپلوماتان له روسیې څخه ویستلي دي.
په همدغه حال کې ویل کیږي چې په سن پیټرز بورک کې د امریکا کنسولګرې هم تړل شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *