په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره او میله په شاندارو مراسمو سره پیل شوه
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې د نارنج تاریخي او دودیزه مشاعره او میله د وري په ۹ مه مازیګر شاو خوا څلورنیمي بجې په شاندارو مراسمو سره پیل شوه، چې د شپې تر ناوخته به دوام وکړي.
د نارنج ګل په دودیزه مشاعره او ميله کې د ننګرهار او لغمان والیانو، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر، ملکي او نظامي چارواکو، د ملي او ولایتي شورا غړو، د ولسمشر سلاکارانو، د کوزې پښتونخوا او د بېلا بېلو ولایتونو فرهنګي شحصیتونو، قومي مخورو او ګڼ شمیر د شعر او ادب مينوالو ګډون کړی دی.
د نارنج ګل دودیزې مشاعرې او میلې ته د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري رالیږل شوی پیغام په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار پوهندوی دوکتور لعل پاچا ازمو ن ولوست، چې پکې له شاعرانو غوښتل شوي و ، چې په خپلو شعرونو کې سولې ته ځای ورکړي او هم ولسونه د شعر په ژبه یووالي ته راوبلي.
دغه راز په پیغام پاڼه کې دغه ډول مشاعرې او فرهنګي غونډې د ملي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې او پالنې په برخه کې مهم او پرځای ګام یاد شوی و.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پدې خوښي وښوده، چې د تیر کال په څیر په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره او میله په شاندارو مراسمو سره نمانځل کیږي.
نوموړي زیاته کړه ننګرهار د سولې او فرهنګ ټاټوبی دی، چې په خپله غیږ کې يې ګڼ شمیر علمي او فرهنګي شخصیتونه زیږولي، چې نن په شعرونو او نثرونو کې ټولنه د اصلاح لوري ته هڅوي.
هغه وویل شعر د شاعر د زړه اواز دی او پر زړونو اغیزه کوي نو په همدې اساس یې په شاعرانو غږ وکړ، چې په پخپلو شعرونو کې ميني ته ځای ورکړي څو د ټولنې د یووالي سبب وګرځي.
ننګرهار والي همداراز زیاته کړه پدې ولایت کې وسله والو ځواکونو مخالفینو ته ماتې ورکړې نو شاعرانو ته پکار ده، چې د خپلو امنیتي ځواکونو ستاینه د شعر په ژبه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر محمد رسول باوري وویل د ننګرهار فرهنګ پال ولس د نارنج ګل دودیزه مشاعره او میله په ملي بڼه بدله کړه، چې اوسمهال د هېواد په کچه فرهنګي ارزښت لري او په کلیزه کې رسمي ثبت شوې ده.
نوموړي زیاته کړه ټولنه بدلون ته اړتیا لري او دغه برخه د کلتوري چارو له مخې ښه مخته تللی شي نو په همدې اساس یې له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې په شعرونو کې ولسونه مثبت لوري ته وهڅوي.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریس اورنګ صمیم وویل شاعران دې په ولسونو کې د احساس جذبه راژوندۍ کړي او په خپلو شعرونو کې دې ملي ارزښتونه وپالي.
نوموړي په تیر کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خپلو لاسته راوړنو لنډ رپوټ د وړاندې کولو ترڅنګ له شاعرانو غوښتنه وکړه، چې په شعرونو کې دې د توهین امیزه الفاظو له کارونې څخه ډډه وکړي.
د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد هم له شاعرانو وغوښتل، چې ولسونه دې د شعر په ژبه یووالي ته راوبلي.
له ویناو وروسته د ضیاءالدین همت مل، مقدسې احمدزۍ ، بخت جمال کریمي او يو شمېر نورو شاعرانو د شعرونو په ویلو سره مشاعره پیل شوه، چې د شپې ترناوخته به دوام وکړي.