داعش تروریستي ډله څه ډول منځته راغله؟

ټول هر څه له یوه کانګرس څخه پیل شول؛ تقربیاً څوارلس کاله مخکې د اسرائیل د رژیم په پایتخت تل آویو کې د ” د مسلمانانو د تګ لارې د کنټرول” تر عنوان لاندې یو کانګرس دایر شو.په دغه ځای کې د یهودیانو راهب فرش هوار کړ او قران کریم یې د فرش په مینځ کې کيښود؛بیا یې خلکو ته وویل:څوک کولای شي چې پغیر له دې نه چې پښې په فرش کیږدې ،دا قران واخلې؟ هیڅوک هم بریالی نه شو.

بیا وروسته یهودي راهب وویل: زه کولای شم چې دغه چاره سرته ورسوم.راغلی او د فرش په راټولولو یې شروع وکړه تر دې چې قران کریم ته ورسید؛ په شدت سره یې قران کریم یو کونج ته و غورځوه او فرش یې تر وروستۍ برخې پورې راټول کړ.بیا یې راټولو شویو خلکو ته وویل: موږ هیڅکله هم اسلام په مستقیم ډول له منځه نه شو وړلای ،بلکه دوې باید پخپله د ځان د بربادۍ سبب وګرځي.

دې یهودي راهب په همدې اساس یوه نظریه وړاندې کړه په دې نوم: نیابتي جګړې،په نیابتي جګړو کې ویل کیږي وسله زمونږ،جنګیالي ځمکه،فتوحات او نور …..ستاسې.

مونږ یعني د اسرائیل رژیم او تاسي یعني مسلمانان چې د حکومت جوړولو سندرې زمزمه کوئ.

په دې دلیل وایي پرمختللی او ماډرن جنګ دا یو ډول ځانګړې جګړه ده چې ګټه یې هغه چاته رسیږي چې په جګړه کې په مستقیم ډول ګډون نه لري.

کله چې مو عراق فتح کړ او صدام حسین مو څنګ ته کړ،عراق اتوم بم ته فکر کاوه او مخکې له دې چې په هیواد یې حمله وشي امریکایانو ته یې د خپلو نظامي مرکزونو د څیړنو اجازه ورکړي وه .په همدې ډول د ۳۲ ورځو څخه په کمو ورځو کې یې عراق ونیوو.

د عراق د نیولو څخه وروسته یې لمړنۍ اقدام ،د القاعده او طالبانو د ۱۲ مشرانو نیول وو.دغه ۱۲ کسان د ابوغریب په زندان کې ساتل کیدل.

څو کسه یهودي مبلغین او راهبان د امریکا د فوځ په جامه کې دغه زندان ته داخل شول چې د هغوې دنده د طالبانو او القاعده پر نیول شویو غړیو خپل اثر اچول وو.له ډېرو ازموینو وروسته دې ته متوجه شول چې د دې ۱۲ کسانو څخه یو یې په اسلامي علومو او فقه کې دوکتورا لري او دغه نفر هاغسې کس نه وو کوم چې نن ورځ د ابوبکر البغدادي په نوم پیژندل کیږي.

د دې کسانو د روزنې څخه وروسته بل کار یې ددویم ځل لپاره د ځواکونو راټولول وو. دغه اقدام د سعودي د رژیم په زیاته اندازه مالي ملاتړ سره  د وهابي تروریستي سازمانونه منځته راوړل له هغې وروسته یې د عراق د اراضۍ د پام وړ سیمې واخیستلې. مګر په اوس وخت کې ددوې لخوا جدې حرکت صورت نه دی نیولی.

تر دې چې تقریباً ۵ کاله وړاندې په اسلامي هیوادونو کې یوه لویه څپه راپورته شوه چې وروسته یې” د اسلامې ویښوالي” نوم واخیست.د مصر،لیبیا،یمن او نورو….حکومتونه یې یو دبل پسې سقوط کړل.

دلته بیا څه وخت وروسته د نامشروعه زوې ښکاره کیدل وو چې کلونه یې تربیه او روزنه ورکړي وه.

په هغه وخت کې چې په اسلامي هیوادونو کې اسلامي ویښتیا لوړو پوړیو ته رسیدلي وه ،یوه ډله د ” الدولة الاسلامیة فی العراق والشام” د اسرائیل،قطر او سعودي په ملاتړ منځته راغله چې بیا وروسته یې لنډیز” داعش” ونومول شو.

ددې ډلې لویې دندې دا شیان وو:

د اسلامي ویښتابه له منځه وړل

د اسلام د څیرې بدنامول ،د مسلمانانو ترمنځ جګړې او بې اتفاقۍ راپیداکول او په خپل لاس د مسلمانانو وژل ،نړیوالو ته د اسلام بدنامه څیره ښکاره کول.

د داعش په نوم نومول شوي ډله هیڅکله هم د اسرائیل د رژیم سره نه جګړه ترسره کړیده او نه  ورسره جګړه غواړي.

د هغوې د ټولنیزو شبکو لکه پیسبوک،یوټیوب او نورو….. دپاڼو څخه یوه یې هم نه ده تړل شوي او هغوې په ارامۍ سره خپل فسادونه د ټولنیزو شبکو له لارې په ټوله نړۍ کې خپروي.

دغه ډله تر یوې اندازې پورې په دې توانیدلي ده چې په لویدیځو هیوادونو کې اسلام بدنام کړي او د اسلام یوه بده او ناوړه او بې منطقه څیره یې نندارې ته وړاندې کړیده.

یو فرانسوي پادرې چې د مهدویزم د مسائیلو د څیړنو په اړه یې قُم ته سغر کړی وو وایي چې په لویدیځو هیوادونو کې د مسلمانانو څخه عمومي ویرې صورت نیولی دی ،په ځانګړي ډول د هغه مسلمانانو څخه چې خپلې څیرې پټوي او یا وسلې په لاس اخلي.

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه اي یوه لیک د داعش تروریستي ډلو د حملو له وجې چې دوې  د اسلام اصلي څیره بدناموي په دې اړه د اروپا او امریکا ځوانانو ته لیږلی وو.

وروسته له هغې چې په عراق او شام کې د داعش تروریستي ډله د درنو ماتو سره مخ شوه د عمر وروستۍ شپې ورځې تیروي،دغه تروریستي ډله په ټوله کې د اسلامي نړۍ د بې اتفاقۍ ،په اسلامي خاوره کې د جګړو  د رامنځته کولو او اسرائیلو په وړاندې د عربي او اسلامي دولتونو د نظامي ځواک د کمزوري کولو چارې ترسره کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *