ټرمپ قدس کې ددې هیواد د سفارت د پرانیستیدو په مراسمو کې ګډون نه کوي

د اسرائیل د رژیم رسنیو اعلان کړی دی چې ټرمپ د تل اویو څخه قدس ته ددې هیواد د سفارت د انتقال په مراسمو کې ګډون نه کوي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د اسرایل د رژیم ۲ چینل اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تل آویو څخه قدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په مراسمو کې ګډون نه کوي مګر ددې اقدام لپاره ټاکل شوی وخت به تغییر ونه کړي.
ددې راپور پر اساس ،قدس ته د امریکا د سفارت د انتقالیدو دپاره د بل وخت د ټاکلو زیاتې هڅې روانې دي مګر سپینې ماڼۍ په دې اړه نوی تصمیم نیولی نه دی.
د اسرائیل د رژیم ۲ تلویزوني چینل په دوام کې اعلان کړی دی چې شاید ددې موضوع دلیل د اټومې موافقې څخه د ایران د وتلو د بیرته راستنولو لپاره تیارې نیول وي،ګومان کیږي چې د امریکا د سفارت د انتقال موضوع په هماغه میاشت( مۍ) کې ترسره شي مګر اوس د جون میاشت ته د سفارت د لیږد د ځنډولو لپاره هڅې روانې دي.
ټرمپ د ۲۰۱۷ په ډسمبر کې قدس د اسرائیل د رژیم د پایتخت په توګه وټاکه او د تل آویو څخه قدس ته یې د ددې هیواد د سفارت د انتقال خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې دتل آویو څخه قدس ته ددې هیواد د سفارت د لیږد په اړه په بیانیه کې د ۲۰۱۸ د مۍ میاشتې نیټې د ټاکلو خبر ورکړی وو.
د ټرمپ لخوا د اسرائیل د رژیم لپاره د قدس د پایتخت اعلانولو پریکړه یو له هغه اشتباهې پریکړې څخه وه چې د ټولې نړۍ د غبرګونونو سبب وګرځیده او د پوهانو په وینا د ټرمپ دغه پریکړه به د منځني ختیځ او په ځانګړي ډول د فلسطین او اسرائیل وضعیت نور هم سخت کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *