د کابل بانک د قضیې او په افغانستان کې د لوې ترین بانکي فساد څخه  به پرده پورته شي؟ 

د مرکزي بانک پخواني رییس قدیر فطرت د ” د کابل بانک کړکیچ” په نوم کتاب لیکلی دی چې ویل کیږي په افغانستان کې  د لوې فساد څخه پکې پرده پورته شوې ده.

دغه کتاب چې په اوسني وخت کې په انګلیسي ژبه خپور شوی دی انتظار کیږي چې ډېر ژر  به پښتو او درې ژبو ته هم وژباړل شي.

د دې کتاب په خپریدو سره د افغانستان د تر ټولو لوې خصوصې بانک د سقوط تر ناویلو خبرو پرده پورته شي.

یوې لیکوالې پرتو نادرې په خپل پیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې “د کابل بانک د فاجعې کتاب د مرکزي بانک پخواني رییس قدیر فطرت لیکلی دی چې په انګلیسې ژبه خپور شوی دی.

د کتاب له نوم څخه مالومیږي چې لیکوال د کابل بانک قضیه څیړلي ده او په هیواد کې یې لوې ترین بانکي فساد افشا کړی دی.

څومره به ښه شي چې دغه کتاب هر څومره چې ژر کیږي پارسي درې او پښتو ته وژباړل شي تر څو د هیواد اوسیدونکي د کابل بانک د فساد پیښو په جریانونو کې په ښه ډول قرار ولري!”

همدارنګه قدیر فطرت په خپله پیسبوک پاڼه کې لیکلي دي” بالاخره له اوه کاله انتظار وروسته د کابل بانک کړکیچ په انګلیسي ژبه له چاپه راووت،په سراسرې ډول په دغه کتاب کې حقایق بیان شوي دي فقط له دې نظره چې دغه حقایق تر کومې اندازې پورې زما په ګټه او ضرر دي.قضاوت پر تاسي ګرانو لوستونکو.”

د کابل بانک د سقوط څخه اته کال تیریږي تر اوسه دوه تنه په زندان کې پراته دي او همدارنګه رنګین دادفر اسپنتا هم په خپل کتاب کې د کابل بانک قضیه زیاته کمه یاده کړيده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *