په هسکه مېنه کې درې ازبکستاني داعش وسله وال ووژل شول

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ سیمه کې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې د داعش وسله والو پر پټنځايونو بريدو کړی، چې په ترڅ کې يې درې ازبکستاني داعش وسله وال وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
د خوګیاڼي په خبره په دغه برید کې د یادې ډلې پټنځايونه او يو شمېر سپکې او درنې وسلې لمنځه وړل شوي.
د يو بل خبر له مخې ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ لاغرجو سيمه کې د ملي امنيت موظفينو په يو مخفي ځای کې د وسله والو مخالفينو له لوری پنځه ځای پر ځای شوي ماينونه کشف کړي او د ملي اردو انجينرۍ ټيم له لوري لمنځه وړل شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *