حکمتیار د سولې د پروسې سره یو ځای شو تر څو کورنیو جګړو ته لمن ووهي

د افغانستان د اسلامې حزب مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د مرکزي حکومت سره د ۱۷ کاله جګړو او مخالفتونو وروسته او د څو ځان وژونکو بریدونو د مسوؤلیت منلو سره د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره د سولې پروسې سره یو ځای شو، د ملې وحدت حکومت دده لیکل شوي غوښتنې ومنلې او د نالیکلو غوښتنو د پاره یې په کابل کې کور ورکړ او د حکمتیار میاشتني لګښتونه یې ومنل.
وروسته له هغې چې حکمتیار کابل ته راغلی هر وخت چې خبرې کوي د هغې څخه د تعصب بوې،توهین،نورو قومونو ته توهین او حتی کله ترې د داخلې جنګونو بوې هم راځي.
حکمتیار په کراتو د فارسي درې ژبې باندې یرغل کوي او غواړي چې ځینې کلمې د ملې مصطلاحانو په نوم دې ژبې ته راننباسي چې دغه کار یې د هیواد د فرهنګیانو،شاعرانو او ادیبانو د اعتراضونو سبب وګرځید او اوس یې تر یوې اندازې ددغه کار څخه لاس اخیستی دی.
وروسته له ډېره وخته یې د نورو ګوندونو جهادې مشران ته توهین او سپکاوی وکړ دا ددې سبب شوه چې د افغانستان سیاسي ټولنو پرې غبرګونونه وښودل او دغه احتمال یې د حکمتیار د مشاورینو غوږونو ته ورساوه چې نور له دې کارونو څخه لاس واخلي تر دې پورې چې ویل کیږي حکمتیار ته د نږدې کسانو یو ډله د ځیني مشرانو او د سیاسي ګوندونو د پاتي مشرانو کورونو ته د بښنې غوښتلو لپاره تللي دي .
د یوې مودې د سکوت وروسته حکمتیار ځان وژونکي بریدونه استشهادي وبلل او ویي ویل زه له دې کار څخه ملاتړ کوم،د یوه ځان وژونکي کس څخه ملاتړکوونکي چې د حکومت د ږیرې لاندې ژوند کوي واقعاً پوښتنې را پیدا کوي؛ دا په داسي حال کې ده چې د تیرو ۱۷ کالو په اوږدو کې په ځان وژونکو بریدونو کې په زرګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
په تیره هفته کې ،ګلبدین حکمتیار په خپله خبره د جمهوري رباست ارګ سره تړلي خپلو پیشنهادونو کې د سولې د پروسې په اړه وویل زما یوه غوښتنه دا ده چې د طالبان او د هغوې د کورنیو د اوسیدو لپاره امن سیمې رامنځته شي چې دې خبرو توند غبرګونونه مخې ته راوړل او حتی ځینې پوهه خلکو وویل ګلبدین غواړي چې ددویم ګندمک تړون لاسلیک کړي.
مګر حکمتیار تیره شپه د یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې ایران نه غواړي چې سنیان او پښتانه په افغانستان کې وي؛ اوس مونږ په دې بحث چې د ایران اسلامي جمهوریت څه غواړي او څه نه غواړي کار نه لرو مګر زمونږ بحث دلته دی چې چا دې سړي ته دا اجازه ورکړپده چې په قومي او مذهبي خبرو ته لمن ووهي؟
په افغانستان کې داعش تروریستي ډله د څو کالو راهیسې په دې هڅه کې د چې د شیعه ګانو په مقدسو ځایونو باندې په انتحاري بریدونو ترسره کولو سره مذهبي جګړې ته لمن ووهي پدې سبب چې هزاره،تاجک او پښتانه مشران ددې کار له حقایقو څخه لرې پاتي شي او د هغې په اړه مالومات پیدا نه کړي، ولې دا سړی د مذهبي مسایلو ته د لمن وهلو لپاره د څه شي په لټه کې دی؟
په همدغه حال کې د حکمتیار اسلامي حزب لمړنۍ سیاسي ډله وه چې د داعش تروریستي ډلې څخه یې ملاتړ څرګند کړ او ویي ویل په هغه صورت کې چې د طالبانو امارت او د طالب جنګیالي د داعش تروریستي ډلې سره په جګړه اخته شي دی به د داعش تروریستي ډلې څخه ملاتړ وکړي.
حکمتیار د طالبانو ډله،کمونیستان او”د نظار شورا” ډلو ته د قسم خوړلو ډلو خطاب کړی وو.
په دې حساب سره رښتیا هم حکمتیار د څه لپاره افغانستان ته راغلی دی ایا رښتیا هم غواړي چې کورنیو جګړو ته لمن ووهي؟
ایا دا سړی د جګړو څخه ستړی شوی نه دی؟
او ایا دا سړی د کوم قانون له مخې د حکومت څخه امتیاز اخلې او د حکومت او خلکو پر وړاندې نفرتونه خپروي.؟
مګر یوه ډله ځوانان په دې باور دي چې وروسته له هغه ټولې مودې څخه چې افغانستان ته راغلی دی،هغه ځوانان چې د کورنیو جګړو پروخت پیدا شوي نه وو د حکمتیار په لیدو او د هغه د څرګندونو په اوریدو سره په پاکستان کې دحکمتیار د پینځه ویشت کاله ژوند تیرولو سره بلد شول ،دغه ځوانان وایي حکمتیار د”سولې” د نوم لاندې راغی؛ مګر د هغې څخه مو علاوه د” قومي،مذهبي او سیاسي نفرتونو” د خپرولو څخه بل څه شی نه دی لیدلی.که چیرته نه وای راغلی د یوه لوي مجاهد او سیاسي شخصیت يه توګه به خاورو ته سپارل شوی وو.
مګر د خدای ج څخه مننه چې د سیاسې پروسې سره د هغه په یو ځای کولو یې د افغانستان د نوي نسل ددوې د ویجاړونکي او بې اتفاقه کوونکي طبیعت باندې پوه شول.اوس په ښه ډول کولای شي د څوارلسمې پیړۍ قضاوت کولای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *