په کندز ولایت کې د سیمه ایزو پولیسو یو قومندان ووژل شو
د کندز ښار د زرخرید په سیمه کې د سیمه ایزو پولیسو په یوه امنیتي پوسته د وسله والو طالبانو د ترهګرې ډلې په برید کې د سیمه ایزو پولیسو یو قومندان شیخ ظاهر وژل شوی دی.
د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،نن سهار( وری۷) د کندز ښار په زرخرید سیمه کې د وسله والو طالبانو یوې ډلې د سیمه ایزو پولیسو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ چې د نښتې په پایله کې ددغه سیمې د محلي پولیسو یو قومندان وژل شوی دی.
مګر غیر رسمي سرچینې په دغه نښته کې د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي؛اما د کندز پولیس په دې اړه جزیات نه ورکوي.
ویل کیږي چې شیخ ظاهر له دې وړاندې د وسله والو طالبانو د ترهګرې ډلې په لیکو کې فعالیت درلود او دوه کاله مخکې د کندز ولایت د سولې پروسې سره یو ځای شوی وو.