ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د محمد بن سلمان سپکاوی وکړ

د سعودې کورنۍ یو غړي سي ان ان ته ویلي دي چې د عربستان پاچا د ټرمپ په واسطه د اخیستل شویو وسلو د لیست ښکاره کولو په سبب خپه شوی دی او د سپکاوې احساس یې کړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د سي ان ان څخه په نقل،ټرمپ څو میاشتي وړاندې ریاض ته سفر کړی وو دا هغه ځای وو چیرته چې د امریکا ولسمشر عربستان ته د وسلو د څو ملیارده ډالرو د قراردادونو د لاسلیک کولو خبر ورکړ او په دې قراردادونو د ویاړ کولو ترڅنګ یې خپل انتخاباتي شعارونه چې په امریکا کې د کار پیداکولو او د هیواد د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره یې کړي وو وده ورکړه.
سي ان ان په دوام کې ولیکل؛ دا اوونۍ د سعودي پاچا محمد بن سلمان ریاض ته د ټرمپ د سفر ځواب ورکړ او واشنګټن ته یې سفر وکړ.بن سلمان په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ سره ولیدل؛ په دې ځایي کې یو ځل بیا د امریکا ولسمشر د عربستان د اخیستل شویو شیانو او هغه تړون چې د دواړو لوریو لخوا لاسلیک شوی وو په علني ډول مخې ته راوویستل.
سي ان ان لیکي؛ په داسې حال کې چې بن سلمان د ټرمپ په څنګ کې ناست وو هغه د عربستان لخوا د اخیستل شویو وسلو یو لوې لړلیک خبریالانو،لیدونکو او حاضرینو ته ښکاره کړ او په قرار داد کې د یو یو امضاء شوي شي په ویلو سره یې بن سلمان ته په اشارې سره وویل دا پیسې ستاسې لپاره څه پیسې نه دي،نور هم واخلئ!
دغه امریکایي شبکه لیکي؛ په داسې حال کې چې ټرمپ ددغه قراردادونو د توضیحاتو په اړه د معلوماتو په ورکولو مشغول وو د بن سلمان د څیرې څخه مالومیده چې نوموړی خوشاله نه لیدل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې محمد بن سلمان ددې انتظار نه کاوه چې ټرمپ دې د وسلو څو ملیارده ډالرو قراردادونه هغه ته د سترګو په اشاره په اشارې سره په عمومې ډول نندارې ته وړاندې کړي.
سي ان ان زیاته کړیده؛ څه چې د سعودې پاچا غوښتل د واشنګټن په سفر کې عمومي شول،د امریکا سره ددوستۍ او یووالي د تغیرولو لپاره په عربستان کې ټولنیز اصلاحات ،په دغه هیواد کې د ښځو موقفونو ته پرمختګ ورکول او همداسي نورو …..کې تغیرات راوستل شول.
یوې بلې باخبره سرچینې هم ویلي دي چې محمد بن سلمان د واشنګټن د سفر څخه مخکې لندن ته په سفر کې د تبلیغاتو په کولو سره او تبلیغاتي بیلبورډونو په خپرولو سره ۱.۴ میلیونه ډالر ولګول تر څو څرګنده کړې چې سعودي عربستان د نړیوالو پر مخ د لارې د خلاصیدو په حال کې دی.
عربستان ته د نفتو د زیاتو ډالرو په لګښت سره د خپلو غربي متحدانو مخ ورواوښت د هغې له جملې څخه امریکا همیشه په منځني ختیځ باندې نیوکي ترسره کړي دي.
د العالم څخه په نقل د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ریاض ته د ټرمپ د سفر څخه وروسته په خپل ټویټر کې ال سعود ته په اشارې ولیکل؛ ایران ــ چې تازه یې په ریښتینو انتخاباتو کې سر راپورته کړی دی ــ د امریکا د ولسمشر په واسطه په هغې کې ” دیموکراسي او منځلاریتوب” د حملې لاندې نیول کیږي.ایا دا بهرنی سیاست دی که د عربستان لخوا د ۴۸۰ ملیاردو ډالرو لګښت؟
سعودي عربستان چې خپل ځان د اسلامې نړۍ مشر ګڼي څه وخت مخکې ددې هیواد ځوان ولسمشر د اصلاحاتو داسې لړۍ ته لاس واچوو چې د اسلامې نړۍ د خپګان سبب ګرځیدلی دی.
په یوه تازه اقدام کې یې د ۷۰ کالو څخه وروسته د هندوستان او اسرائیل یوه مسافر وړونکي شرکت ته اجازه ورکړي ده چې ددې هیواد د هوایي حریم څخه استفاده وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *