په بغلان ولایت کې طالبانو د وارداتي بریښنا پایه الوزولې ده

د وسله والو طالبانو ډلې د کابل ښار د بریښنا یوه پایه د دوشي ولسوالۍ په کیله ګۍ سیمه کې الوزولې ده.
د بغلان ولایت د بریښنا ریاست یو سرچینې خاور میانه خبرې اژانس ته ومنله چې تیره شپه ( وری ۶) د کیله ګۍ د سیمې د ښوونځي په ساحه کې د کابل ښار د بریښنا یوه پایه د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو په واسطه تخریب شوي ده.
دغه سرچینه وایي،ددې پاې په له منځه وړلو سره د کابل د ښار بریښنا پرې کړای شوي ده مګر د بیا رغاوني عملیات پیل شوي دي.
په همدغه حال کې د سیمې یو تن اوسیدونکی وایي د شپې د دوه بجو په شاوخوا کې دوې د چاودنې پر غږ له خوبه رابیدار شوي دي.
د وسله والو طالبانو ډلې یوه اوونۍ وړاندې په یو رالیږل شوې اعلامیه کې ویلي وو،که چیرته حکومت ددوې د کنټرول لاندې سیمو د خلکو ستونزې حل نه کړې دوې به د کندز او بغلان په ولایاتو کې داسي اقدامات ترسره کړې چې کابل ته د بریښنا د لیږد مخه به ونیسي.
لا تر اوسه د طالبانو ترهګرې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *