امریکا قصد لري څو روسي ديپلوماتان وباسي

سي ان ان راپور ورکړی دی چې دې خبرې شبکې موندلې ده چې امریکا ددې هیواد د ملي امنیت د مشاور بولتون په مشوره په پام کې لري چې څو روسي ديپلوماتان د امریکا څخه وباسي.

دغې انځوریزې شبکې همدغه راز ویلي دي د هغه روسیې ډیپلوماتانو چې ټاکل شوي ده له امریکا وویستل شي دقیق شمیر یې لا تر اوسه مالوم نه دی.

دغه امریکایي انځوریزي رسنۍ دوام ورکوي: دغه توصیه  په انګلیستان کې د روسیي د پخواني جاسوس او د هغه د لور د مسموم کیدو په ځواب کې صورت نیولی دی.

د روسیې د اطلاعاتو پخوانی افسر ۶۶ کلن سرګي اسکریپال او د هغه لور یولیا د مارچ په څلورمه چې د کب د ۱۳ سره برابره ده د انګلیستان د سالزبوري په ښار کې د بې هوشۍ په حالت کې پیدا شول.

وروسته له هغې څخه اعلان شوه چې دغه دواړه د کیمیاوي وسلو جوړولو د یو ډول مادې په واسطه چې پخواني شوروي اتحاد د نظامي لګښتونو لپاره تولید کړی وو مسموم شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د روسیي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تیره ورځ( جمعه) د خبریالانو سره په خبرو کې وویل: تر اوسه پورې روسیې د سرګي اسکریپال د مسمومیت په اړه اسناد نه دي موندلي.هغه زیاته کړه:د اسکریپال د مسمومیت د موضوع په اړه د لندن اقدامات د روسیې او انګلیستان ترمینځ وروستي حد ته رسولي دي.

سي ان ان زیاته کړه: که چیرته ډونالډ ټرمپ په دغه مشوره عمل وکړي ،نوبیا به ژر تر ژره په راتلونکي هفته کې د روسي ډیپلوماتنو د ویستلو فرمان صادر شي.

د ایرنا د راپور له مخې،د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ( جمعه) د ټویټر په يوه پیغام کې د خپل ملې امنیت مشاور ” هربرت مک مستر” بر طرفه کړ او په ملګرو ملتونو کې ددې هیواد سفیر ” جان بولتن” یې دې لوري ته منصوب کړ.

ټرمپ ټینګار وکړ چې دغه پریکړه به د اپریل له نهمې اجرا شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *