څوک باید د اسلامي حزب مشر وي؟
خاور میانه خبرې اژانس د هغه تشنج او جنجالونو په شاوخوا کې چې د اسلامي حزب د غړیو او مشرانو تر مینځ یې صورت نیولی وو نظر پوښتنه په لاره واچوله په دغه نظر پوښتنه کې ۲۲ سلنه ګډون کوونکو ګلبدین حکمتیار ته رایه ورکړه چې ددې ګوند مشر دې شي او ۷۸ سلنه ګډونوالو عبدالهادي ارغندیوال ته رایه ورکړي وه چې ددې ګوند مشر دی.
په دغه نظر پوښتنه کې د ۱۵۰۰ څخه زیاتو کسانو برخه اخیستي وه چې ډېرو په قاطع ډول عبدالهادي ارغندیوال ته رایه ورکړه چې ددې ګوند مشر دې شي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د شنبې په ورځ د حکمتیار د برخې حزب مطبوعاتي کانفرانس درلود پکې ګلبدین وویل چې په اسلامي حزب کې دوه ځای والی جدې نه دی او هیڅوک نه شي کولای چې دغه سیاسي بهیر تجزیه کړي.
په همدغه حال کې تیره میاشت دې ګوند خپل درې تنه پخواني غړي عبدالهادي ارغندیوال،انجینر محمد خان او ډاکټر بصیر انور له نورو ګوندونو سره د سیاسي بهیرونو د اړیکو په دلیل وویستل.
ګلبدین حکمتیار په دوام کې زیاته کړه چې ددې ګوند نوم او تهداب ما ایښی دی او د حزب شورا ته مې پیشنهاد کړی وو چې د یو شمېر جهادي مشرانو په شتون کې یې تصویب کړی دی.دا حیرانونکي ده چې بل کس دې ددې ګوند رهبرې وکړي.لکه د مثال په ډول کتاب زه ولیکم او بل کس یې په خپل نوم کړي.
ګلبدین حکمتیار همدارنګه وویل چې دې ګوند د اتو میاشتو څخه په زیاته موده کې هڅه کړیده چې هیڅوک هم ددې بهیر څخه ونه وځي او په ځانګړي ډول د دغه کسانو د ویستلو په اړه د ګوند اجرایوي شورا پریکړه کړې ده.
دغه څرګندونې په داسي حال کې ترسره کیږي چې د راپورونو پر اساس اسلامي حزب د هیواد په عدلیي وزارت کې د عبدالهادي ارغندیوال په نوم ثبت شوی دی.