د هلمند ولایت په چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي دي او ۵۰ زیات کسان ژوبل دي

تیره ورځ(د وري ۳) د ماښام په اوو بجو یوه ځان وژونکي بریدګر چې چاودیدونکي توکي یې په موټر کې ځای پر ځای کړي وو د ” ایوب خان” لوبغالي ته نژدې یې ځان ته چاودنه ورکړه چې په پایله کې ۱۵ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې ،د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي دغه ناوړه پیښه په یو موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په واسطه ترسره شویده.
همدارنګه ویل کیږي چې ددغې پیښې ډېرې قربانیان ماشومان او ښځې دي.
لا تر اوسه هیڅ یوې ډلې او شخصیت ددغه پیښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

Author

خروج از نسخه موبایل