د بغلان د نفتي مواد مشر د فساد په جرم ونیول شو

د بغلان ولایت د نفتي موادو مشر ددې ولایت د ملي امنیت لخوا د فساد په تور نیول شوی دی.
د بغلان د ولایتي شورا یو سرچینې خاور میانه خبري اژانس ته وویل،ددې ولایت د نفتي مواو مشر جهانګیر جوان د خپل ځوي سره یوځای د ۱۵۰ زره افغانيو د فساد دجرم په تور د بغلان د ملې امنیت لخوا نیول شوی دی.
د بغلان ولایت اوسیدونکي ددې ولایت د ملې امنیت ددغه اقدام ستاینه کوي چې په فساد کې ښکیل کسان یې نیولي دي.
دا په داسي حال کې ده چې له دې وړاندي د ملې امنیت له لوري د بغلان ولایت د معارف ریاست لوړ رتبه کارکوونکي هم د فساد په جرم نیول شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *