عربستان د ۷۰ کالو څخه وروسته اسرائیل او هندوستان ته اجازه ورکړې ده تر څو ددغه هیواد د هوایي حریم څخه کار واخلې

سعودي عربستان یوه هندي مساپر وړونکي شرکت ته اجازه ورکړي ده چې اسرائیل ته د رسیدلو په هدف دې ددې هیواد له هوایي حریم څخه کار واخلي ،دا په داسې حال کې ده چې د ۷۰ کالو په اوږدو کې د سعوي عربستان هوایي حریم نه یوازې د اسرائیل د پروازونو پرمخ تړلی وو بلکه د فلسطین د اشغال شویو سیمو په طرف هم د ټولو پروازونو په وړاندې تړلی وو.
په دې وروستیو لسیزو کې یوازې دوه پروازونه د عربستان څخه تر اسرائیله پورې په مستقیم ډول رسیدلي دي: یوه د امریکا د پخواني ولسمشر “جورج بوش” الوتکه او له هغې وروسته د امریکا د اوسني ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” الوتکه.
سعودي عربستان د اسرائیل د رژیم سره د اړیکو د عادې کولو د هڅو په دوام مقبوضه فلسطین ته د خپل هیواد د هوایي حریم له لارې هندي پروازونو ته د تیریدو اجازه ورکړه.
ریاض هند پورې تړلي هوایي شرکت”ایر ایندیا” ته اجازه ورکړه چې اشغال شوي فلسطین ته د پروازونو په هدف د عربستان د هوایي حریم څخه تیر شي.
داسرائیل د رژیم لمړی وزیر ” بنیامین نتانیاهو”ددې خبر په تایدولو سره وویل چې له دې څخه وروسته به هندي پروازونه مقبوظه فلسطین ته د رسیدو لپاره د عربستان د هوایي حریم له لارې تیریږي.
یوه میاشت وړاندې د اسرائیل د رژیم لومړي وزیر نتانیاهو هند ته د سفر په لړ کې ددې دواړو هیوادونو ترمنځ د هوایي ټرانسفورټ تړون لاسلیک شو چې په اساس به یې د هند څخه مقبوظه فلسطین ته په مستقیم ډول د پروازونو لیکه فعاله شي چې پکې ویل شوي وو احتمال لري چې د عربستان د هوایي حریم څخه به تیریږي.
هند له اوږدې مودې راهیسې د عربستان د هوایي حریم د لاسرسي په لټه کې دی چې دلویدیځ په لوري د خپلو پروازونو وخت له ۲ ساعتونو څخه رالنډ کړي.
له دې وړاندې” اِل اَل”داسرائیل هوایي کرښو له ننتانیاهو څخه غوښتلي وو چې د سعودي عربستان څخه اجازه واخلې تر څو ددغه هیواد د هوایي حریم له لارې پروازونه ترسره کړو او همدارنګه هند ته د رسیدلو لپاره دیمن هوایي حریمونه لاسته راوړو.
د اِل اَل الوتکي مستقیمي الوتني په اوسني وخت کې بمبئي ته د ” بن ګورین” نړیوال هوایي ډګر څخه سرته رسیږي.دغه لاره د ۸ ساعتونو په اوږدو کې سرته رسیږي چې د سرې بحیرې له جنوبي برخو څخه تیریږي او له هغې وروسته د هند په لوري خپل تګ لوری بدلوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *