ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې نن ماسپښين شاوخوا درې بجې او لس دقيقې د حج اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني پر موټر ځانمرګی بريد شوی ، چې له امله یی نوموړی او د هغه موټر چلوونکی و وژل شوي دي.
په دغه پېښه کې نهه ملکي وګړي ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شوي دي.
د معلوماتو له مخې ځانمرګی بريدګر پلی روان و او کله چې د حج اوقافو رئيس موټر یادې سيمې ته راورسيد پر ځانمرګی بريد يې وکړ.