په بغلان ولایت کې د محلي پولیسو یو قومندان ووژل شو

د پلخمري ښار د زمان خیل په سیمه کې د وسله والو طالبانو په یوه حمله کې چې د اکرم باتور په کور ترسره شوه پکې د محلي پولیسو دغه قومندان وژل شوی دی .
اکرم باتور ته نږدې یوه کس خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،دشپې د یوولسو بجو څخه تر نن پنجشنبې سهار څلورو بجو پورې د وسله والو طالبانو حملې دوام درلود،د هغه په وینا د پولیسو د یوه قومندات په وژل کیدو سره جګړه پای ته ورسیده.
د بغلان پولیس په دې اړه څه نه وایي او زمونږ پرله پسې اړیکو ته ځواب نه ورکوي.
وسله والو طالبانو ویلي دي چې اکرم باتور یې د خپل یوه ساتونکي سره وژلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *