ننګرهار کې د نشه يي توکو درې فابريکې لمنځه وړل شوې

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخیلو په کچړې سیمه کې تېره شپه د پولیسو ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د نشه یې توکو درې فابریکې لمنځه وړي او په کې موجود ټول نشه یې توکې او د تولید وسایل سوځول شوي دی .

د خوګیاڼي په خبره یاد عملیات چې تېره شپه ۱۲ بجې پیل شوي و او سهار ۴ بجې پای ته ورسیدل،پر مهال یې درې وسله وال طالبان هم ژوندي نیول شوي دي.

د دې عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *